ads

د القاعدې مشران په پاكستان كې دي

غربي رسنيو د ناټو ځواكونو د يوه چارواكي، له خولې، چې نوم يې نه دې ښوول شوى ليكلي، چې د القاعدې مشران په پاكستان كې دي. امريكايي تلوېزون سي ان ان په خپل راپور كې ليكلي   غربي رسنيو د ناټو ځواكونو د يوه چارواكي، له خولې، چې نوم يې نه دې ښوول شوى ليكلي، […]

نویسنده: TKG
27 تله 1389

غربي رسنيو د ناټو ځواكونو د يوه چارواكي، له خولې، چې نوم يې نه دې ښوول شوى ليكلي، چې د القاعدې مشران په پاكستان كې دي. امريكايي تلوېزون سي ان ان په خپل راپور كې ليكلي

 

غربي رسنيو د ناټو ځواكونو د يوه چارواكي، له خولې، چې نوم يې نه دې ښوول شوى ليكلي، چې د القاعدې مشران په پاكستان كې دي.

امريكايي تلوېزون سي ان ان په خپل راپور كې ليكلي، چې د دغې ډلې مشر اسامه بن لادن او مرستيال يې ايمن الظواهري له، چې د ۱۱ سپټمبر د پېښې پړه بلل كېږي د پاكستان په شمال لويديځ غريزو سيمو كې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د بن لادن د اوسېدو ځاى چترال او تورې بوړې ته څېرمه غريزه سيمه ښوول شوې ده.

توره بوړه هغه سيمه ده، چې پكې د جهاد پر مهال د افغان او عربو مجاهدينو پاخه سنګرونه وو او ۲۰۰۱ ميلادي کال وروسته په لومړيو كلونو كې د طالبانو د زيات فعاليت مركز و.

پاكستان چارواكو تل دغه راز تورونه بې بنسټه بللي او زياته كړې يې ده، چې په دغو سيمو كې د القاعدې هيڅ لوړ پوړى غړى شتون نه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA