ads

يو مليون راى پاڼې باطلې اعلان شوې

د نيويارك ټايمز او هرالډ ټريبيون برېښنا پاڼو د ټاكنو د خپلواك كمېسيون د چارواكو او هغو بهرنيو استازو، چې په دې پروسه كې دخيل وو له خولې ليكلي، چې شاوخوا يو مليون راى پاڼې باطلې اعلان شوې. د نيويارك ټايمز او هرالډ ټريبيون برېښنا پاڼو د ټاكنو د خپلواك كمېسيون د چارواكو او هغو […]

نویسنده: TKG
26 تله 1389

د نيويارك ټايمز او هرالډ ټريبيون برېښنا پاڼو د ټاكنو د خپلواك كمېسيون د چارواكو او هغو بهرنيو استازو، چې په دې پروسه كې دخيل وو له خولې ليكلي، چې شاوخوا يو مليون راى پاڼې باطلې اعلان شوې.

د نيويارك ټايمز او هرالډ ټريبيون برېښنا پاڼو د ټاكنو د خپلواك كمېسيون د چارواكو او هغو بهرنيو استازو، چې په دې پروسه كې دخيل وو له خولې ليكلي، چې شاوخوا يو مليون راى پاڼې باطلې اعلان شوې.

د سرچينو په وينا، په دغو ټاكنو كې په پرېمانه كچه درغلۍ او تقلب شوى، چې له همدې امله د ټاكنو خپلواك كمېسيون له پلټنو وروسته اړ شو، تر څو نږدې ۲۵ فيصده رايې باطلې اعلان كړي.

په دغه راپور كې راغلي، چې د ولسي جرګې په ټاكنو كې په خپل سر له راى پاڼو د صندوقونو ډول، له زر او زور څخه كار اخيستل، د ټاكنو د كمېسيون د كاركوونكو لاسوهنې، او له يو شمېر نوماندانو سره د امنيتي چارواكو لاس لرل هغه درغلۍ دي، چې له كبله يې دغه رايې باطلې اعلان شوې.

تمه وه، چې د ولسي جرګې د ټاكنو لومړنۍ پايلې پرون اعلان شوې واى، خو د ټاكنو د خپلواك كمېسيون د وياند نور محمد نور په وينا، د پوره پلټنو او سمو او ناسمو رايو د تفكيك په خاطر يې دغه چاره تر چهار شنبې وځنډوله.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA