ads

يو شمېر امنيتي كمپنيو د كار جواز ترلاسه كړ

جمهور رئيس حامد کرزي د يوه ځانګړي فرمان په صادرولو سره هغو امنيتي کمپينوته د فعاليت اجازه ورکړ، چې د بهرنيو سفارتونو، دېپلوماتانو او د ملګرو ملتونو د پوځي اډو ساتنه کوي.   جمهور رئيس حامد کرزي د يوه ځانګړي فرمان په صادرولو سره هغو امنيتي کمپينوته د فعاليت اجازه ورکړ، چې د بهرنيو سفارتونو، […]

نویسنده: TKG
26 تله 1389

جمهور رئيس حامد کرزي د يوه ځانګړي فرمان په صادرولو سره هغو امنيتي کمپينوته د فعاليت اجازه ورکړ، چې د بهرنيو سفارتونو، دېپلوماتانو او د ملګرو ملتونو د پوځي اډو ساتنه کوي.

 

جمهور رئيس حامد کرزي د يوه ځانګړي فرمان په صادرولو سره هغو امنيتي کمپينوته د فعاليت اجازه ورکړ، چې د بهرنيو سفارتونو، دېپلوماتانو او د ملګرو ملتونو د پوځي اډو ساتنه کوي.

د جمهوري رياست د يوې خبرپاڼې له مخې د د جمهور رئيس په مشرۍ يوه غونډه کې په دې اړه تر خبرو وروسته دغه پريکړه شوې.

په خبرپاڼه کې  ويل شوي، چې پردې سربېره نورې امنيتي کمپنۍ د افغانستان د کورني او ملي حاکميت پر وړاندې د جدي ننګونې بڼه لري او له کوم اسثتنا پرته به له منځه وړل کېږي.

جمهور رئيس کرزي يو ځل بيا په دې غونډه کې کورنيو چارو وزارت ته دنده ورکړې، چې د لغوه کېدونکو امنيتي کمپنيو د ختمولو مسئله دې جدي وڅاري او په افغانستان کې د ناټو مېشته قومنداني دې هم پرې خبره کړي.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت، چې له پخوا څخه  په هېواد کې اووه وېشتو بهرنيو او پينځه وېشتو کورنيو امنيتي کمپنيو د شتوالي خبرورکوي، وايي څوارلس دا کمپنۍ يې بې وسلې کړي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA