د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ په جبرئيل كلي كې د بمي چاودنې له امله ۳ تنه مړه او ۵ نور ټپيان شول. ځايي چارواكي وايي، چې دغه چاودنه زرنج موټر سايكل ته ورته درې ټېره موټر كې د ځاى پر ځاى شويو
د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ په جبرئيل كلي كې د بمي چاودنې له امله ۳ تنه مړه او ۵ نور ټپيان شول.
ځايي چارواكي وايي، چې دغه چاودنه زرنج موټر سايكل ته ورته درې ټېره موټر كې د ځاى پر ځاى شويو چاودېونكو توكو له امله يوې امنيتي پوستې ته څېرمه رامنځته شوې.
د پوليسو د ساحوي زون د قوماندانۍ مرستيال ضياء اليدن محمودي د پېښې پخلى كړى او ويلي يې دي، چې په دغې چاودنې كې ۳ ملكي وګړي وژل شوي او ۲ ملي پوليس ټپيان دي.
نوموړي زياته كړې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، كله چې د ملي پوليسو سرتېري په سيمه كې د نقليه وسايط پر تلاشي بوخت وو.
د محمودي په وينا، د دغې پېښې د تړاو په تور يې تر اوسه څوك نه دي نيولي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
بلخوا په هرات كې د ملكي روغتون وياند محمد رفيق شيرزى وايي، چې په دغه بريد كې ۳ نور ملكي وګړي هم ټپيان شوي، چې دا مهال د درملنې لاندې دي، خو د يوه هغه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
كه څه هم د دغه راز پېښو پړه په تېر كې وسله وال طالبان پر غاړه اخېسته، خو تر اوسه يې د دغې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


