ads

د كراچۍ په وروستيو تاوتريخوالو كې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د پاکستان له کراچۍ ښاره تازه رپوټونه وايي چې د وروستيو تاوتريخوالو له امله هلته د وژل شوو کسانو شمېردېرشو تنو ته رسېدلى. دا ناندرۍ چې سياسي رنګ لري،هغه       د پاکستان له کراچۍ ښاره تازه رپوټونه وايي چې د وروستيو تاوتريخوالو له امله هلته د وژل شوو کسانو شمېردېرشو تنو ته رسېدلى. […]

نویسنده: TKG
26 تله 1389

د پاکستان له کراچۍ ښاره تازه رپوټونه وايي چې د وروستيو تاوتريخوالو له امله هلته د وژل شوو کسانو شمېردېرشو تنو ته رسېدلى. دا ناندرۍ چې سياسي رنګ لري،هغه

 

 

 

د پاکستان له کراچۍ ښاره تازه رپوټونه وايي چې د وروستيو تاوتريخوالو له امله هلته د وژل شوو کسانو شمېردېرشو تنو ته رسېدلى.

دا ناندرۍ چې سياسي رنګ لري،هغه مهال وړمه ورځ ماښام پيل شوي، چې د سند د ولايتي شورا  د يوه وژل شوي غړي د څوکۍ ډکونې لپاره رايه اخېستنه شروع شوه.

وېل کېږي، چې لسګونه تنه په دې مخامخو نښتو کې ټپيان شوي هم دي خو چارواکي يې لا مخنيوي کې پاتې راغلي.

بلخوا د سند ايالت مشر چارواکي عشرت العباد همدې ناندريو ته په پام سره له دندې استعفاورکړې خو ولسمشر زرداري رد کړې.

په ورته وخت کې د پاکستاني حکومت يو لوى سياسي مخالف او پخواني لومړي وزير نواز شريف د پاکستان د وروستيو ستونزو لامل جمهور رئيس آصف علي زرداري بللى او ويلي يې دي، چې دى بايد په ځان او خپله اداره کې کلک بدلون راولي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA