ads

د امنيتي وضعيت په اړه د چارواكو او مخالفينو بېلابېل نظرونه

د ننګرهار امنيتي چارواکي او وسله وال طالبان له اندېښمن شوي امنيتي وضعې څخه خپل عادي حالت ته د دې ولايت پر نېږدې بيرته ګرځېدو بېلا، بېل نظرونه لري. د ننګرهار امنيتي چارواکي او وسله وال طالبان له اندېښمن شوي امنيتي وضعې څخه خپل عادي حالت ته د دې ولايت پر نېږدې بيرته ګرځېدو بېلا، […]

نویسنده: TKG
26 تله 1389

د ننګرهار امنيتي چارواکي او وسله وال طالبان له اندېښمن شوي امنيتي وضعې څخه خپل عادي حالت ته د دې ولايت پر نېږدې بيرته ګرځېدو بېلا، بېل نظرونه لري.

د ننګرهار امنيتي چارواکي او وسله وال طالبان له اندېښمن شوي امنيتي وضعې څخه خپل عادي حالت ته د دې ولايت پر نېږدې بيرته ګرځېدو بېلا، بېل نظرونه لري.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور په يوه ځانګړې مرکه کې کليد ته وويل، چې په ننګرهار کې د امنيتي پېښو د کمېدو لامل دلته د امنيتي ادارو همغږي او قوي تدابيردي.

ده د ولسي جرګې ټاکنو ته په نېږدې ورځو کې د ننګرهار د ډېرو امنيتي پېښو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ومنله، چې د دولت پر وسله والو مخالفينو سربېره ځينو نورو کړيو هم په ټاکنو کې د  خپلو ګټو لپاره په ناامنيو لاس پورې كړى و.

خو په دې اړه يې له ډېر څه ويلو پرته وويل، چې يو شمېرداسې کسان نيول شوي او اوس ترې پلټنې روانې دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا د سمونوال غفور د خبرو برعکس کليد ته وويل، چې وسله وال ملګري يې لا هم په ننګرهار کې پوځي موجوديت لري او د خپل پوځي تاکتيک له مخې به وخت ته په پام سره د ده په وينا، خپلې چيرکي جګړې ته دوام ورکوي.

تر پارلماني ټاکنو وړاندې او ترې وروسته څو مياشتې د ننګرهارد يوشمېر ولسواليو او پوليسو پرمرکزونو بريدونه، د جلال اباد د يو شمېر مهمو سيمو په ګډون بېلا، بېلو ځايونو کې ماين چاودنې او نورې پېښې، چې ولسي مرګ، ژوبله به يې هم لرله، د ننګرهار د پخوا اندېښمن شوې امنيتي وضعې مهمې برخې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA