ځايي چارواكي وايي، چې تېر ماخوستن د كندهار په لومړۍ ناحيې كې چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د كندهار ولايت مطبوعاتي مسؤل زلمي ايوبي په دې اړه كليد ته وويل، چې پېښه د شپې نږدې ۸ بجې د زاړه قول اردو ترڅنګ رامنځته شوې.
ځايي چارواكي وايي، چې تېر ماخوستن د كندهار په لومړۍ ناحيې كې چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د كندهار ولايت مطبوعاتي مسؤل زلمي ايوبي په دې اړه كليد ته وويل، چې پېښه د شپې نږدې ۸ بجې د زاړه قول اردو ترڅنګ رامنځته شوې.
د ايوبي په وينا، دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، كله چې پوليسو غوښتل سيمه تر خپل كنترول لاندې راولي او په زرنج موټرسايلكل كې ځاى پر ځاى شوي، چاودېدونكي توكي له منځه يوسي.
د سرچينې په وينا، په دغه چاودنه كې يو ملكي وګړى مړ او ۴ نور ټپيان شول.
د يادې چاودنې پړه لا چا پرغاړه نه ده اخيستې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


