ads

ننګرهار كې يو تن له يو شمېر وسلو سره ونيول شو

د ننګرهار امنيتي ځواکونه له يو شمېر وسلو سره د يوه تن، چې د دوى په وينا، د دولت پر ضد د کومې وسله والې هڅې هوډ يې درلود،د نيونې دعوه لري.     د ننګرهار امنيتي ځواکونه له يو شمېر وسلو سره د يوه تن، چې د دوى په وينا، د دولت پر ضد […]

نویسنده: TKG
25 تله 1389

د ننګرهار امنيتي ځواکونه له يو شمېر وسلو سره د يوه تن، چې د دوى په وينا، د دولت پر ضد د کومې وسله والې هڅې هوډ يې درلود،د نيونې دعوه لري.

 

 

د ننګرهار امنيتي ځواکونه له يو شمېر وسلو سره د يوه تن، چې د دوى په وينا، د دولت پر ضد د کومې وسله والې هڅې هوډ يې درلود،د نيونې دعوه لري.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور وايي، دغه تن يې پرون ناوخته پوليسو د ملي امنيت د راپور له مخې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخېلو په پلټونکې پوسته کې هغه مهال نيولى، چې غوښتل يې په يوه ټيکټر موټر کې يو ميل روسى راکټ انداز، يوميل روسى پيکا ماشينداره، يو ميل روسى او دوه ميله چينايي کلاشينکوفونه له يو شمېر مرميو سره ولېږدوي.

د سمونوال غفور په وينا، نيول شوى تن او مهمات اوس د ملي امنيت ادارې سره دي او هلته پوښتنې او پلټنې ترې کېږي.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند د نيول شوي تن د هويت اودغه راز له وسلو د کار اخېستنې سيمه په ګوته نه کړه.

د دولت وسله والو مخالفينو سره د دې شوې دعوې په اړه خبرو کې پاتې راغلو.

ننګرهار، چې د څو مياشتې وړاندې اندېښمنه شوې امنيتي وضعه يې تر ډېره خپل پخواني عادي حالت ته ورګرځېدلې، وخت، په وخت پکې امنيتي ادارې د داسې نيونو او د امنيتي پېښو د مخنيوي دعوې کوي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA