ads

بلخ كې ۲ بهرنيو سرتيريو ته مرګ ژوبله واوښته

د سوېډن هېواد د دفاع وزارت خبر وركړى، چې پرون ماښام يې په بلخ ولايت كې يو سرتېرى مړ او بل ټپي شوى. د ياد وزارت په وينا، دغه سوېډني سرتيري پر ګزمې بوخت وو، چې موټر يې د سړک غاړې پر ځاى پر ځاى شوي ماين ور برابر شو.   د سوېډن هېواد د […]

نویسنده: TKG
25 تله 1389

د سوېډن هېواد د دفاع وزارت خبر وركړى، چې پرون ماښام يې په بلخ ولايت كې يو سرتېرى مړ او بل ټپي شوى. د ياد وزارت په وينا، دغه سوېډني سرتيري پر ګزمې بوخت وو، چې موټر يې د سړک غاړې پر ځاى پر ځاى شوي ماين ور برابر شو.

 

د سوېډن هېواد د دفاع وزارت خبر وركړى، چې پرون ماښام يې په بلخ ولايت كې يو سرتېرى مړ او بل ټپي شوى.

د ياد وزارت په وينا، دغه سوېډني سرتيري پر ګزمې بوخت وو، چې موټر يې د سړک غاړې پر ځاى پر ځاى شوي ماين ور برابر شو.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه كې د هېواد په شمال كې د يوه سرتيري د ټپي كېدو پخلى كړى، خو دا يې نه ده څرګنده كړې، چې دا سرتېرى څوك، په كومه سيمه كې او څنګه ټپي شوى؟

ځايي چارواكو هم د پېښې پخلى كړى او ويلي دي، چې دغه چاودنه د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ كې رامنځته شوې، خو دوى هم نور معلومات نه دي وركړي.

د پېښې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې او په اړه يې طالب وياند ذبيح الله مجاهد كليد وويل، چې ملګرو يې په چمتال ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر موټر چاودنه کړې او پكې سپرو ګڼو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې وړ ده، چې د سوېډن هېواد ٥٣٠ سرتېري په بلخ ولايت كې مېشت دي او تراوسه يې شاوخوا ۶ سرتېري وژل شوي دي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA