ads

په خوګيانو كې ۱ وسله وال طالب مړ او ۳ ژوندي ونيول شول

د ننګرهار امنيتي چارواکي د دغه ولايت په خوګياڼو والسوالۍ کې د عملياتو پر مهال خپلې مخالفې غاړې ته د اوښتې مرګ ژوبلې خبر ورکوي. د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال   د ننګرهار امنيتي چارواکي د دغه ولايت په خوګياڼو والسوالۍ کې د عملياتو پر مهال خپلې مخالفې غاړې ته د اوښتې مرګ […]

نویسنده: TKG
24 تله 1389

د ننګرهار امنيتي چارواکي د دغه ولايت په خوګياڼو والسوالۍ کې د عملياتو پر مهال خپلې مخالفې غاړې ته د اوښتې مرګ ژوبلې خبر ورکوي. د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال

 

د ننګرهار امنيتي چارواکي د دغه ولايت په خوګياڼو والسوالۍ کې د عملياتو پر مهال خپلې مخالفې غاړې ته د اوښتې مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور که څه هم د دې عملياتو په اړه دا ونه ويل، چې عمليات يې ځمکني که هوايي ترسره کړي، خو وايي، ۴ تنو، چې غوښتل يې د خوګياڼو د مملې او خوارن سيمې ترمنځ په زيارت نومي کلي کې يو ماين ځاى پرځاى کړي، د امنيتي ځواکونو له لوري يې يو تن وژل شوى اودرې نور يې ژوندي نيولي دي.

په ختيځ کې دبهرنيو ځواکونو مطبوعاتي اداره له يادې پېښې ناخبرې ښيي.

خو د خوګياڼو والسوال ملک حسن بيا له کليد سره په خبرو کې بې له دې، چې په دې اړه ډېر څه ووايي وويل، چې د خواران او مملې ترمنځ پرته سيمه باندې هوايي بمبار شوى، چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ يې په سيمه کې يو شمېر کسان ژوندي نيول شوي، خو وايي، چې لا يې د وژنې او نيونې په اړه کره معلومات په لاس نه لري.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه د ټيلفون په ليکه کليد ته دغه پېښه تايد کړه چې په ترڅ كې يې يو ملګرى وژل شوى، خو نيول شوي کسان يې ټول ولسي وګړي وبلل.

د خوګياڼو والسوالي، چې له جلال اباده لرې پرته او له نورو والسواليو نسبتا ناارامه ګڼل کيږي، ياده پېښه پکې وروسته له هغې په داسې مهال رامنځ ته کيږي، چې څه موده وړاندې د ګډو ځواکونو له لوري هوايي او ځمکني عمليات پکې ترسره او سيمه کې يې له مخالفينو پاکه شمېرله.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA