ads

له افغان دولت سره د مولوي كبير د اړيكو نيونه

اسوشيتد پريس اژانس د افغان سرچينو له خولې څرګندوي، چې يو تن له هغو طالبانو څخه، چې د جمهور رئيس کرزي له حکومت سره يې اړيکه نيولې، د طالبانو د رژيم پر مهال د ننګرهار والي مولوي عبدالکبير دى.     اسوشيتد پريس اژانس د افغان سرچينو له خولې څرګندوي، چې يو تن له هغو […]

نویسنده: TKG
24 تله 1389

اسوشيتد پريس اژانس د افغان سرچينو له خولې څرګندوي، چې يو تن له هغو طالبانو څخه، چې د جمهور رئيس کرزي له حکومت سره يې اړيکه نيولې، د طالبانو د رژيم پر مهال د ننګرهار والي مولوي عبدالکبير دى.

 

 

اسوشيتد پريس اژانس د افغان سرچينو له خولې څرګندوي، چې يو تن له هغو طالبانو څخه، چې د جمهور رئيس کرزي له حکومت سره يې اړيکه نيولې، د طالبانو د رژيم پر مهال د ننګرهار والي مولوي عبدالکبير دى.

دغې سرچينې، چې د نوم له ښوولو يې ډډه کړې، دا هم ويلي، چې مولوي کبير د يوه درېمې ګړۍ له لارې له ولسمشر کرزي سره اړيکي نيولې دي.

خو په اسلام اباد کې د طالبانو د رژيم د وخت سفير ملا عبدالسلام ضعيف وايي، چې د طالبانو هيڅ ځانګړى استازى کابل ته نه دى تللى.

بلخوا په افغانستان كې د ناټو ځواكونو مشر امريكايي جنرال ډېوېډ پېټرېوس هم ويلي، چې ناټو ځواكونو لږ تر لږه يوه طالب قوماندان ته كابل ته له افغان حكومت سره د خبرو لپاره د تګ خوندي لاره برابره كړې ده.

نوموړي كه څه هم د ياد طالب قوماندان هويت څرګند نه كړ، خو ويې يويل، چې دغه كار يې د افغان جمهور رئيس حامد كرزي لخوا وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو د ملاتړ په موخه كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA