په افغانستان كې د ناټو ځواكونو مشر امريكايي جنرال ډېوېډ پېټرېوس ويلي، چې ناټو ځواكونو لږ تر لږه يوه طالب قوماندان ته كابل ته له افغان حكومت سره د خبرو لپاره د تګ خوندي لاره برابره كړې ده.
په افغانستان كې د ناټو ځواكونو مشر امريكايي جنرال ډېوېډ پېټرېوس ويلي، چې ناټو ځواكونو لږ تر لږه يوه طالب قوماندان ته كابل ته له افغان حكومت سره د خبرو لپاره د تګ خوندي لاره برابره كړې ده.
نوموړي په لندن كې وويل، چې دغه كار يې د افغان جمهور رئيس حامد كرزي لخوا وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو د ملاتړ په موخه كړى.
پېټرېوس په خپلو خبرو كې ويلي، چې د خبرو اترو مېز ته د طالبانو راوستو هڅې روانې دي او دوى ورته اسانتياوې برابروي.
د ده په وينا، هيڅ طالب قوماندان لپاره هم اسانه نه ده، چې كابل ته لاړ شي، ترڅو ايساف ځواكونه اجازه ورنه كړي او يا هم ترې خبر نه وي.
ده زياته كړې، چې څو طالب قوماندانانو له افغان دولت او نورو دخيلو هېوادنو سره لومړنۍ اړيكې نيولي دي.
خو وسله والو طالبانو بيا رسنيو ته ويلي، چې د جمهور رئيس كرزي لخوا دوى سره د پټو خبرو اترو ادعا بې ځايه ده.
جمهور رئيس كرزي، څه موده وړاندې د سولې ۶۸ كسيزه عالي شورا جوړه كړه، چې موخه يې له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو هڅې دي.
په عينې وخت كې، د اينجيوګانو يوې ساتندوې ډلې پر اينجيوګانو غږ كړى، چې له طالبانو سره مرستې وكړي، ځكه دوى د افغانستان په راتلونكي كې مهم رول لري.
د دغې ادارې په وينا، په افغانستان كې بهرني سرتيري په چټكتيا سره يوې خوا ته كېږي او د په افغانستان په راتلونكي كې د طالبانو رول حتمي دى.
يو شمېر شنونكي په دې اند دي، چې سره له دې چې د سولې د راوستو لپاره وړې وړې هڅې روانې دي، خو بيا هم په افغانستان كې د ګډو ځواكونو پر وړاندې مقاومت لا روان دى.
روان كال له ۲۰۰۱ ميلادي كال راهسې په افغانستان كې د مېشتو امريكايي ځواكونو لپاره خونړى كال بلل كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


