ads

د چين په سكرو كان كې د چاودنې له كبله ۲۰ تنه ووژل شول

د چين په مركزي سيمو كې د سكرو په كان كې چاودنې ۲۰ تنه ووژل او نږدې ۱۷ تنه په كې بند پاتې دي. دولتي رسنيو  ويلي، چې دغه چاودنه د هينن ايالت په يوزهوپټ سيمه كې د سكرو او ګازو له امله رامنځته شوې.   د چين په مركزي سيمو كې د سكرو په […]

نویسنده: TKG
24 تله 1389

د چين په مركزي سيمو كې د سكرو په كان كې چاودنې ۲۰ تنه ووژل او نږدې ۱۷ تنه په كې بند پاتې دي. دولتي رسنيو  ويلي، چې دغه چاودنه د هينن ايالت په يوزهوپټ سيمه كې د سكرو او ګازو له امله رامنځته شوې.

 

د چين په مركزي سيمو كې د سكرو په كان كې چاودنې ۲۰ تنه ووژل او نږدې ۱۷ تنه په كې بند پاتې دي.

دولتي رسنيو  ويلي، چې دغه چاودنه د هينن ايالت په يوزهوپټ سيمه كې د سكرو او ګازو له امله رامنځته شوې.

رسنيو د دولتي چارواكو له خولې ليكلي، چې له چاودنې وروسته ۲۳۹ تنه له كانه ژوندي راوتي، د ۲۰ تنو مړي موندل شوي او ۱۷ لا نادركه دي.

يوه چينايي چارواكي، اى پي امريكايي خبري اژانس ته ويلي، تر اوسه معلومه نه ده، چې په كان كې بند كاركوونكي په څومره ژوروالي كې بند پاتې دي.

په چين كې د سكرو صنعت تر ټولو ډېر خطرناك بلل كېږي، چې يوازې په تېر كال كې په ورته چاودنو كې نږدې ۲۶۰۰ كسان وژل شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA