د افغان خبريالانو د ټولنې د مرستيال سيد حامد نوري د وژنې په تور د ۴ تنو د نيول كېدو خبر وركړل شو. د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون پخوانى وياند او د خبريالانو د ټولنې مرستيال سيد حامد نوري سږ کال
د افغان خبريالانو د ټولنې د مرستيال سيد حامد نوري د وژنې په تور د ۴ تنو د نيول كېدو خبر وركړل شو.
د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون پخوانى وياند او د خبريالانو د ټولنې مرستيال سيد حامد نوري سږ کال د روژې د مياشتې په وروستيو کې د کابل په لومړنيو مکروريانو کې له خپل کوره تر ويستلو وروسته د چاقو په ګزارونو ووژل شو.
د کابل پوليس وايي، په دې وژنه کې د لاس لرلو په تور يې د يوې ښځې په ګډون څلور مشکوک کسان نيولي دي.
په کابل كې د پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون د قومندانۍ د جنايي څېړنو رئيس محمد ظاهر كه څه هم وويل، چې نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى دى، خو په دې اړه يې نور جزيات ورنه كړل.
د نړۍ د يو شمېر هېواد نو په څېر افغانستان كې هم د خبريالانو پر وړاندې يو لړ تهدېدونه شتون لري، چې وهل ټكول، اختارونه، او وژنې په كې راځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


