د امريکا متحده ايالات وايي، د اسرائيلو هغه پلان، چې له مخې يې دوى غواړي په ختيځ بيت المقدس کې د اردون غربي پولې ته څېرمه د يهوديانو لپاره كلي ودان كړي.
د امريکا متحده ايالات وايي، د اسرائيلو هغه پلان، چې له مخې يې دوى غواړي په ختيځ بيت المقدس کې د اردون غربي پولې ته څېرمه د يهوديانو لپاره كلي ودان كړي.
د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند فليپ کرولي په يوې خبري ناستې كې خبريالانو ته وويل، دا پلان د اسرائيلو او فلسطين د سولې د خبرو د بيا پيلېدو پر هڅو ناوړه اغيز کوي.
اسرائيلي، چارواكو وړمه ورځ موافقه وکړه، چې د يهودانو لپاره په ياده سيمه كې ۲۳۸ نوي كلي ودان كړي.
د فلسطيني ادارې د خبرو اترو مسوول صائب اراكات د اسرائيلو دا هڅې د دواړو هېوادنو ترمنځ د سولې د خبرو اترو پر وړاندې خنډ بولي او وايي، چې په دې كار سره اسرائيل غواړي، د دواړو هېوادنو تر منځ د سولې د خبرو روانې هڅې له منځه يوسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


