ads

په لويديځ كې د ايساف ۳ سرتيري ووژل شول

ناټو ځواكونو د هېواد په لويديځ كې د خپلو ۳ سرتېرو د وژل كېدو خبر وركړ. په هغه خبرپاڼه كې، چې نن سهار د يادو ځواكونو له دفتره رسنيو ته استول شوى وه پكې راغلي، چې دغه سرتيري نن سهار د سړك غاړې په بمي   ناټو ځواكونو د هېواد په لويديځ كې د خپلو […]

نویسنده: TKG
22 تله 1389

ناټو ځواكونو د هېواد په لويديځ كې د خپلو ۳ سرتېرو د وژل كېدو خبر وركړ. په هغه خبرپاڼه كې، چې نن سهار د يادو ځواكونو له دفتره رسنيو ته استول شوى وه پكې راغلي، چې دغه سرتيري نن سهار د سړك غاړې په بمي

 

ناټو ځواكونو د هېواد په لويديځ كې د خپلو ۳ سرتېرو د وژل كېدو خبر وركړ.

په هغه خبرپاڼه كې، چې نن سهار د يادو ځواكونو له دفتره رسنيو ته استول شوى وه پكې راغلي، چې دغه سرتيري نن سهار د سړك غاړې په بمي چاودنه كې وژل شوي دي.

سرچينې د وژل شويو سرتيرو هويت او د وژل كېدو كره ځاى نه دى په ډاګه كړى او نه هم په لويديځ كې ځايي چارواكو په دې اړه رسنيو ته څه ويلي دي.

بايد وويل شي، چې د افغانستان په لويديځ كې د ايټاليا، هسپانيا، امريكې او لتوانيا سرتيري مېشت دي.

د يادونې وړ ده، چې ۳ ورځې وړندې په فراه كې له طالبانو سره په نښته كې ۴ ايټالوي سرتيري وژل شوي وو.

په دې سره په روان ميلادي كال كې د افغانستان په مختلفو سيمو كې د بېلابېلو پېښو په ترڅ كې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره ۵۸۶ ته ورسېده.

په دې   کې ٣٨٥ امريکايي، ٩٥ بريتانوي او ۱۰۴د ناټو اړونده نورو غړيو هېوادونو دي.

تېرکال په هېواد کې ٥٢١ بهرني سرتېري وژل شوي و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA