ads

په ختيځ او جنوب كې د ناټو شپږ سرتېري ووژل شول

ناټو  ځواكونو د افغانستان په ختيځ او جنوب كې د خپلو شپږو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ. د يادو ځواكونو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبر پانه كې راغلي ، چې دغه سرتيري پرون په بېلابېلو پېښو كې وژل شوي دي.   ناټو  ځواكونو د افغانستان په ختيځ او جنوب كې د خپلو […]

نویسنده: TKG
22 تله 1389

ناټو  ځواكونو د افغانستان په ختيځ او جنوب كې د خپلو شپږو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ. د يادو ځواكونو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبر پانه كې راغلي ، چې دغه سرتيري پرون په بېلابېلو پېښو كې وژل شوي دي.

 

ناټو  ځواكونو د افغانستان په ختيځ او جنوب كې د خپلو شپږو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د يادو ځواكونو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبر پانه كې راغلي ، چې دغه سرتيري پرون په بېلابېلو پېښو كې وژل شوي دي.

سرچينې د وژل شويو كسانو هويت او د وژل كېدو كره ځاى نه دى په ډاګه كړى، خو بايد وويل شي، چې په ختيځ كې مېشت ناټو سرتيري ټول امريكايان دي.

د روان زېږديز کال له پيل راهيسې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د وژل شويو ناټو سرتېرو شمېره ٥٨٣ ته ورسېده.

په دې   کې ٣٨٥ امريکايي، ٩٥ بريتانوي او ١٠١ د ناټو اړونده نورو غړيو هېوادونو دي.

تېرکال په هېواد کې ٥٢١ بهرني سرتېري وژل شوي و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA