ads

لبنان ته د ايراني جمهور رئيس محمود احمدي نژاد سفر

د ايران جمهور رئيس محمود احمدي نژاد، چې پرون يې د امريکا او اسرائيلو له اعلان شوي مخالفت سره، سره لبنان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد په جنوب کې اسرائيلو ته له نېږدې پولې ليدنه وکړه،د لبناني شيعه ګانو له خورا هرکلي سره مخ شو.   د ايران جمهور رئيس […]

نویسنده: TKG
22 تله 1389

د ايران جمهور رئيس محمود احمدي نژاد، چې پرون يې د امريکا او اسرائيلو له اعلان شوي مخالفت سره، سره لبنان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد په جنوب کې اسرائيلو ته له نېږدې پولې ليدنه وکړه،د لبناني شيعه ګانو له خورا هرکلي سره مخ شو.

احمدي نژاد اسرائيلو ته په دې نېږدې سيمه کې د وينا پرمهال يو ځل بيا د هغه هېواد دولت نامشروع او د لويديز په هڅو رامنځته شوى د نيوکې وړ وباله.

همدا شان يې ګواښ وکړ، چې د ده په وينا د شيطاني هڅو په دوام سره به يې خپل ژوند را لنډ کړي.

ايراني جمهور رئيس ته د لبنان د لويديځ ضدي حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله په يوه وېډيويي کنفرانس کې هرکلى ووايه.

بلخوا د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلينټن ايران تورن کړى، چې غواړي د لبنان ملي حاکميت کمزورى کړي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA