ads

د ولسي جرګې لخوا پر ملالۍ جويا لګيدلى تور رد شو

په ولسي جرګه کې د فراه  ولايت استا زې ملالۍ جويا د ولسي جرګې د اداري پلاوي هغه دعوه رد کړې، چې ګواکې دې په کاناډا کې پناه اخېستې. د ملالۍ جويا د دفاع په نا مه کمېټې   په ولسي جرګه کې د فراه  ولايت استا زې ملالۍ جويا د ولسي جرګې د اداري […]

نویسنده: TKG
22 تله 1389

په ولسي جرګه کې د فراه  ولايت استا زې ملالۍ جويا د ولسي جرګې د اداري پلاوي هغه دعوه رد کړې، چې ګواکې دې په کاناډا کې پناه اخېستې. د ملالۍ جويا د دفاع په نا مه کمېټې

 

په ولسي جرګه کې د فراه  ولايت استا زې ملالۍ جويا د ولسي جرګې د اداري پلاوي هغه دعوه رد کړې، چې ګواکې دې په کاناډا کې پناه اخېستې.

د ملالۍ جويا د دفاع په نا مه کمېټې د يوې اعلا مىې په خپرولو سره ويلي دي، چې دې په هيڅ هېواد کې پناه نه ده اخيستې بلکى د خپل يوه نوي کتاب د معرفي کولو لپاره د کاناډا د مک ګيل پو هنتون په بلنه د يوولس ورځنې سفر لپاره په دغه هېواد کې ده.

ملالۍ جويا، چې ولسي جرګې ته د سپکاوي په تور يې غړيتوب له هماغه لومړي کاله ځنډول شوى،څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې لخوا د هغو څلورو ادعا شويو ښځينه وکيلانو څخه ګڼل شوې وه، چې ګواکې په بهرنيو هېوادونو کې يې پناه او تابعيت پاڼې اخېستي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA