ads

د بې پيلوټه الوتكو بريدونو ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاكستان پر قبايلي سيمې شمالي وزيريستان د دوو امريكايي بې پيلوټه الوتكو بريد كې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. يوه ځايي چارواكي، چې نوم يې نه دى ښوول شوى،   د پاكستان پر قبايلي سيمې شمالي وزيريستان د دوو امريكايي بې پيلوټه الوتكو بريد كې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. يوه ځايي […]

نویسنده: TKG
22 تله 1389

د پاكستان پر قبايلي سيمې شمالي وزيريستان د دوو امريكايي بې پيلوټه الوتكو بريد كې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. يوه ځايي چارواكي، چې نوم يې نه دى ښوول شوى،

 

د پاكستان پر قبايلي سيمې شمالي وزيريستان د دوو امريكايي بې پيلوټه الوتكو بريد كې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

يوه ځايي چارواكي، چې نوم يې نه دى ښوول شوى، رسنيو ته ويلي، چې داوړه بريدونه د چارشنبې په ماسختن د ميرانشاه غرب ته په ۳۰ كېلومترۍ كې د دته خېلو په غرنۍ سيمې اينزركچ كې ترسره شوي.

نوموړي زياته كړې، چې په لومړي بريد كې پر يوه كور ۳ ميزايله توغول شوي، چې په ترڅ كې يې ۵ تنه مړه او ۲ نور ټپيان شول او دويم بريد كې پر يوه موټر ۴ ميزايله توغول شوي، چې پكې ۳مړه او ۲ ټپيان شول او موټر هم له منځه لاړو.

د سرچينې په وينا، مړي او ټپيان ځايي طالبانو له ځانه سره كوم نامعلوم لوري ته وړي، چې په وژل شويو كې ۵ تركمنستاني جنګيالي او ۴ د حافظ ګل بهادر د ډلې غړي شامل دي،خو دا لا څرګنده نه ده، چې وژل شويو كې كوم مهم غړى هم وو او كه نه.

دته خېل له افغانستان سره نښتې غرنۍ سيمه ده، چې له روسانو سره د جهاد پر مهال د مختلفو تنظيمونو لخوا جوړ شوي مركزونه پكې اوس هم شته.

د يادونې وړ ده، چې تېرو څو مياشتو كې په شمالي وزيريستان كې د امريكايي بې پيلوټو الوتكو بريدونوكې ډېروالى راغلى، چې ډېرى وخت پكې د حافظ ګل بهادر مركزونه په نښه كېږي.

دغه راز په دغه بريدونو كې د بيت الله د ډلې پر يو شمېر جنګياليو سربېره پنجابي طالبان او ملكي وګړي هم په نښه كېږي.

د شنونكو په نظر، شمالي او جنوبي وزيريستان دوه داسې سيمې دي، چې پكې د ځايي او نورو طالبانو غښتلي مركزونه شتون لري او له همدې امله د بې پيلوټه الوتكو پرې بريدونه ترسره كېږي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA