هغه لوړ پوړي دولتي پلاوي، چې د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ ته د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د څېړنې لپاره سفر کړى و، پرون يې ولسمشر کرزي ته د خپلې څېړنې رپوټ وړاندې کړ.
هغه لوړ پوړي دولتي پلاوي، چې د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ ته د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د څېړنې لپاره سفر کړى و، پرون يې ولسمشر کرزي ته د خپلې څېړنې رپوټ وړاندې کړ.
پلاوي، چې مشري يې سناتور شيرمحمد آخندزاده په غاړه درلوده وويل، چې له لازمو څېړنو وروسته معلومه شوه، چې د بهرنيو ځواکونو وروستي عمليات هلته د سيمه اييزو امنيتي ځواکونو له همغږۍ پرته تر سره شوي دي، چې په سيمه کې د يوه طالب رحم الدين د له منځه وړلو لپاره څلور کورونه په بشپړ ډول تخريب، ۲۰ ملکي وګړي شهيدان او د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


