ځايي چارواكي د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ كې د بمي بريد خبر وركړى، چې په ترڅ كې يې ۳ ملكي وګړي ټپيان شول. د انجينل ولسوال حسام الدين شمس په وينا، دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه،
ځايي چارواكي د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ كې د بمي بريد خبر وركړى، چې په ترڅ كې يې ۳ ملكي وګړي ټپيان شول.
د انجينل ولسوال حسام الدين شمس په وينا، دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ملي امنيت سرتېرو د دې ولسوالۍ په برامان سيمه كې يو ساعتي بم شنډولو.
نوموړي زياته كړه، چې ياد سرتيري وتوانېدل، چې د ساعتي بم چاودنې مخنيوى وكړي، خو په همدې سيمې كې يوې بلې چاودنې ۳ ملكي ګړي ټپيان كړل.
په هرات كې د ملكي روغتون ډاكټرانو هم كليد ته په خبرو كې ۳ ملكي وګړو د ټپي كېدو پخلى كړى او زياته كړې يې ده، چې دا مهال تر درملنې لانې دي.
كه څه هم ځايي چارواكو وايي، چې د چاودنې لامل نه دى معلوم، خو په هرات ولايت كې د مير فاروق حسيني په نامه يو تن، چې ځان د اهل سنت ټولنې مشر راپېژني كليد ته وويل، چې بريد د دوى پر موټر شوى، چې پكې يې مور او زوى ټپي شوي دي.
تر اوسه د دغه بريد پړه لا كومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


