ads

كندهار كې د جګړې د ټپيانو شمېر د تېر په پرتله زيات شوى

نړيوال سره صليب پرون وويل، چې په کندهار کې د ناټو تر پراخو او سختو عملياتو وړاندې په دې ولايت کې د جګړې د ټپيانو شمېر سږکال زيات شوى. دې کمېټې، چې د کندهار  ولايت د لوي روغتون (ميرويس) ملاتړ کوي،   نړيوال سره صليب پرون وويل، چې په کندهار کې د ناټو تر پراخو […]

نویسنده: TKG
21 تله 1389

نړيوال سره صليب پرون وويل، چې په کندهار کې د ناټو تر پراخو او سختو عملياتو وړاندې په دې ولايت کې د جګړې د ټپيانو شمېر سږکال زيات شوى. دې کمېټې، چې د کندهار  ولايت د لوي روغتون (ميرويس) ملاتړ کوي،

 

نړيوال سره صليب پرون وويل، چې په کندهار کې د ناټو تر پراخو او سختو عملياتو وړاندې په دې ولايت کې د جګړې د ټپيانو شمېر سږکال زيات شوى.

دې کمېټې، چې د کندهار  ولايت د لوي روغتون (ميرويس) ملاتړ کوي، اعلان وکړ، چې په دې روغتون کې د درمل شويو ټپيانو شمېر دوه برابره شوې.

د دې کمېټې په وينا، په اګست او سپټمبر مياشتو کې په ميرويس روغتون کې د جګړې زر تنه ټپيان درمل شوي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله دوه برابره زياتوالي ښيي.

د سره صليب د پلاوي مشر ريتو سټاکر په يوه اعلاميه کې وويل، چې دا د جګړې د ناورين يوازې يوه وړه څنډه ده. د جګړې له کبله په ناروغيو د اخته شويو شمېر خورا زيات دي.

افغان او ناټو ځواکونو د سپټمبر په وروستيو کې د کندهار ښار په شاوخوا کې رسماً د ښامارګوزار په نوم عمليات پيل کړل .

په دې سيمو کې، چې ناټو عمليات پيل کړي مخکې هم سختې جګړې پېښې شوې دي.

سور صليب وايي، چې خلک په کندهار کې سفر نه شي کولى، ځکه، چې لارې خورا خوندي نه دي.

ميندې عموماً خپل ماشومان روغتون ته د درملنې لپاره ډېر ناوخته رسوي او ډېر نور خلک، خو د لارو د بندوالي له کبله له خپلو ځايونو نه شي ښورېداي.

د دې په نتيجه کې عموماً ماشومان ډېر ژر په  تيتانوس،سل او نورو ناروغيو اخته کېږي او مړه کېږي.

د سره صليب نړيواله کمېټه همداراز وايي چې ډېرې ميندې په اولاد مري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA