د کندهار ښار د تېلو ټانکرونو په عمومي تم ځای کې د اور لګېدنې له امله یو تن وژل شوی او پلورونکو ته یې زیات مالي زیانونه اوښتي دي. چارواکي وایي، چې یاده پېښه د لسو بجو په شاوخوا کې
د کندهار ښار د تېلو ټانکرونو په عمومي تم ځای کې د اور لګېدنې له امله یو تن وژل شوی او پلورونکو ته یې زیات مالي زیانونه اوښتي دي.
چارواکي وایي، چې یاده پېښه د لسو بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار ختیځ لور ته دامان ولسوالۍ ته نژدې رامنځته شوې ده.
د كندهار ولایت د انحصاراتو رئيس محمد عثما ن وايي، دا پېښه هغه مها ل رامنځ ته شوه، کله، چى د تېلو له يوه ټانكره د جنراتور په واسطه تيل بل ټانكر ته اچول كېدل، چى په جنراتور كې د شارټۍ له امله اور لګېدنه رامنځ ته شوه.
د ده په وينا، په دې پېښه کې دوه سوه زره ليتره تېل سوځيدلي او پکې د تېلو سوداګرو ته ٧،٢ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى او يو تن وژل شوى.
نوموړي زياته كړه، چې د اور لمبې ډېرې ځواكمنې وي، خو ورسته اور قابو شو او اوس مړ شوی دی
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


