د کابل ښار ختيځ لور ته تېر ماخوستن د تنګي غارو په سېمه کې يوه بار وړنکې کارګو الوتکه د غره سره د ټګر له امله وغورځيده. د کابل د نړيوال هوايي ډګر مشر محمد يعقوب رسولي وويل،
د کابل ښار ختيځ لور ته تېر ماخوستن د تنګي غارو په سېمه کې يوه بار وړنکې کارګو الوتکه د غره سره د ټګر له امله وغورځيده.
د کابل د نړيوال هوايي ډګر مشر محمد يعقوب رسولي وويل، چې الوتکه د کابل ښار د تنګي غارو په سېمه کې وغورځيدله او ټوله ٩ تنه عمله يې له منځه تللې ده.
د نوموړي په وينا، دغې باروړنکې الوتکې د پاکستان هېواد څخه بګرام هوايي ډګر ته مواد انتقال کړي وو او له هغه ځايه يې غوښتل، چې د کابل نړيوال هوايي ډګر ته راشي، خو په لاره کې د رادار له ليکو څخه ورکه شوه.
پرون د ناټو يوه هليكوپټر په کونړ کې وسله والو طالبانو په راکټ وېشتې وه، چې ناټو پکې د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو او اتو نورو د ټپي کېدو پخلى كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


