د ملګروملتونو عمومي غونډې پرون جنوبي افريقا، هند، کولمبيا او المان د دې ټولنې د امنيت شورا د نادايمي غړو په توګه وټاکل او د يوې بلې څوکۍ لپاره د کاناډا او پرتګال ترمنځ سيالي دويم پړاو ته وغځول شوه.

امنيت شورا، چې د پينځو دايمي غړو په ګډون پينځلس غړي لري، لس نادايمي غړي يې د دوو کلونو لپاره ټاکل کېږي.
ګومان دى، چې نن به د پرتګال او کاناډا ترمنځ سيالۍ کې د دې هېوادونو يو هم د يادې شورا غړيتوب ترلاسه کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ