ads

په هرات كې ۶ وسله وال طالبان ووژل شول

په دوو بېلابېلو عملياتو كې، چې د ملي اردو د كمانډو او امريكايي ځانګړو سرتېرو لخوا د هرات په شمالي سيمو كې تر سره شول ۶ وسله وال طالبان ووژل شول. په دوو بېلابېلو عملياتو كې، چې د ملي اردو د كمانډو او امريكايي ځانګړو سرتېرو لخوا د هرات په شمالي سيمو كې تر سره […]

نویسنده: TKG
20 تله 1389

په دوو بېلابېلو عملياتو كې، چې د ملي اردو د كمانډو او امريكايي ځانګړو سرتېرو لخوا د هرات په شمالي سيمو كې تر سره شول ۶ وسله وال طالبان ووژل شول.

په دوو بېلابېلو عملياتو كې، چې د ملي اردو د كمانډو او امريكايي ځانګړو سرتېرو لخوا د هرات په شمالي سيمو كې تر سره شول ۶ وسله وال طالبان ووژل شول.

دغه عمليات، تېره ورځ د طالبانو له شتون څخه د كشك كهنه او كشك رباط سنګي ولسواليو د پاكولو په موخه پيل شوي وو.

په هغه اعلاميه كې، چې نن سهار د هرات ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر لخوا كليد ته را استول شوې وه راغلي، چې د ملي اردو كمانډو او امريكايي ځانګړو سرتېرو تېره شپه د كشك رباط سنګي ولسوالۍ په قوش آسيايي سيمه كې علميات تر سره كړي، چې په ترڅ كې يې په هغه ولسوالې كې د طالبانو ولسوال ملا ذبيح الله له ۳ ملګرو سره ووژل شو.

د هرات ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر دلاور شا دلاور كليد ته وويل، چې ملا ذبيح الله په كشك كهنه ولسوالۍ كې د بمي بريدونو ډيزاينر وو، چې په وينا يې، په وژلو سره به يې په دغه ولسوالۍ كې امنيتي وضعيت يو څه ښه شي.

دغه راز په ياده اعلاميه كې راغلي، چې په ګډو علمياتو كې، چې د كشك كهنه ولسوالۍ په درزك كلي كې تر سره شول ۲ وسله وال طالبان ووژل شول.

د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو كې د مخالفينو دوه عرادې موټرسايكلونه سوځېدلي او ۲ ميله وسله يې د ګډو ځواكونو لاس ته ورغلې.

چارواكو زياته كړې، چې په دغو عملياتو كې ګډو ځواكونو ته كوم زيان نه دى رسېدلى.

دا په داسې حال كې ده، چې طالبانو ادعا كړې، چې په كشك كهنه ولسوالۍ كې يې د بهرنيو سرتېرو يو زري دار موټر په ماين الوځولې او په ترڅ كې يې په دغه موټر كې سواره ۵ سرتيري وژلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA