ads

پكتيا كې ۱۳ كلن ځانمرګى تر بريد وړاندې ونيول شو

د پكتيا ولايتي چارواكي وايي، چې په دې ولايت كې يې يو ځانمرګى بريدكوونكى مخكې له بريد ه نيولى دى. د دې ولايت د والي والي وياند روح الله سمون وايي، چې بريد كوونكى ۱۳ كاله عمر لري او د بغلان ولايت اوسيدونكى دى د پكتيا ولايتي چارواكي وايي، چې په دې ولايت كې يې […]

نویسنده: TKG
20 تله 1389

د پكتيا ولايتي چارواكي وايي، چې په دې ولايت كې يې يو ځانمرګى بريدكوونكى مخكې له بريد ه نيولى دى. د دې ولايت د والي والي وياند روح الله سمون وايي، چې بريد كوونكى ۱۳ كاله عمر لري او د بغلان ولايت اوسيدونكى دى

د پكتيا ولايتي چارواكي وايي، چې په دې ولايت كې يې يو ځانمرګى بريدكوونكى مخكې له بريده نيولى دى.

د دې ولايت د والي والي وياند روح الله سمون وايي، چې بريد كوونكى ۱۳ كاله عمر لري او د بغلان ولايت اوسيدونكى دى.

سمون وايي، چې بريد كوونكى د پكتيا ولايت په احمد ابا ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو له خوا نيول شوى.

دى دا هم وايي، چې بريد كوونكي ته تر اوسه پورې لا د چاودېدونكو توكو واسكټ نه وو ور اغوستل شوى، خو د بريد لپاره ورته لارښوونې لا له پخوا څخه شوې وې.

د والي وياند روح الله سمون زياتوي، چې ديارلس كلن بريد كوونكي په تحقيق كې ويلي دي، چې بريد يې د پكتيا پر والي جمعه خان همدرد باندې تر سره كاوه، خو خپلې موخې ته له رسېدو وړاندې ونيول شو.

سمون دا هم وايي، چې بريد كوونكى د بغلان ولايت د يوې د يني مدرسې زده كوونكى دى او په وينا يې، د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې ورته د يوې مياشتې لپاره اړينې لارښوونې هم شوي دي.

تر دې دمه لا كومې ډلې د نيول شوي ماشوم په اړه څه نه دي ويلي، چې د دوى كس دى او د چا په ملاتړ يې په والي باندې ځانمرګى بريد كاوه.

ماشوم بريد كوونكى په داسې حال كې نيول كېږي، چې نږدې څلور مياشتې وړاندې هم د پكتيا پر والي جمعه خان همدرد يو ځانمرګى بريد وشو او هغه ترې روغ ووت.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA