ads

مومند ايجنسۍ كې ۴ ښوونځي په بمونو والوځول شول

ځايي چارواكي وايي، چې د پاكستان په قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ كې په تېرو ۳ ورځو كې ۴ ښوونځي د چاودېدونكو توكو په واسطه الوځول شوي دي. ځايي چارواكي وايي، چې د پاكستان په قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ كې په تېرو ۳ ورځو كې ۴ ښوونځي د چاودېدونكو توكو په واسطه الوځول شوي دي. د […]

نویسنده: TKG
20 تله 1389

ځايي چارواكي وايي، چې د پاكستان په قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ كې په تېرو ۳ ورځو كې ۴ ښوونځي د چاودېدونكو توكو په واسطه الوځول شوي دي.

ځايي چارواكي وايي، چې د پاكستان په قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ كې په تېرو ۳ ورځو كې ۴ ښوونځي د چاودېدونكو توكو په واسطه الوځول شوي دي.

د سرچينې په وينا، وسله والو كسانو د مومند ايجنسۍ له مركز غلنۍ  څخه نږدې ۳۰ كيلومتره لرې شمال لوري ته د صافي سيمې په كالا ګيي كې د هلكانو يو لومړنى ښوونځى په بمونو والوځولو، چې له كبله ۳ كوټې او برنډه له منځه تللې.

چارواكو زياته كړې، چې له دې پېښې ۲ ورځې وړاندې د مومند ايجنسۍ د صافي سيمې په مختلفو ځايونو كې د هلكانو او نجونو ۳ ښوونځي په چاودېدونكو توكو الوځول شوي وو.

د دوى په وينا، په دغو پېښو كې د شير سيد خان لومړنى ښوونځى، د نورعلي شاه د نجونو لومړنى ښوونځى او د زيارت منځنى ښوونځى شامل دي، چې اوس يې يو هم د ګټې اخيستنې وړ نه دي.

د راپورونو له مخې له پېښو وروسته ځايي امنيتي ځواكونو د غلنۍ په يو شمېر سيمو كې يو شمېر كسان نيولي دي، چې په وينا يې پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.

دا په داسې حال كې ده، چې مومند ايجنسۍ كې د ترهګرو پروړاندې نااعلان شوي عمليات روان دي، چې د چاراكو په وينا، د دغې ايجنسۍ ډېرى سيمې ترې پاكې شوي دي.

په تېرو څو اونيو كې د مومند او باجوړ ايجنسيو په مختلفو سيمو كې پر ښوونځيو د وسله والو بريدونو كې ډېروالى راغلى او په ترڅ كې يې يو شمېر ښوونځي له منځه تللي.

د ځايي چارواكو د معلوماتو له مخې په مومند ايجنسۍ كې د ويجاړ او سوځول شويو ښوونځيو شمېر ۵۷ ته ورسېد، چې په دې كې ۳۷ يې د هلكانو او ۲۰ د نجونو ښوول شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA