د سولې عالي شورا به د چارشنبې په ورځ له مخالفينو سره د خبرو اترو لپاره د يوې منظمې تګلارې په جوړولو سره په خپلوكې غونډه وكړي. د جمهور رئيس وياند وحيد عمر د سې
د سولې عالي شورا به د چارشنبې په ورځ له مخالفينو سره د خبرو اترو لپاره د يوې منظمې تګلارې په جوړولو سره په خپلوكې غونډه وكړي.
د جمهور رئيس وياند وحيد عمر د سې شنبې په ورځ د يوې خبري غونډې په ترڅ كې وويل، چې له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو اترو لپاره به سبا د سولې عالي شورا غړي په خپلو كې غونډه وكړي او د سولې د خبرو د عملي پېلېدا په اړه به تګلاره جوړه كړي.
د عمر په خبره، د سولې د عالي شورا مشر استاد برهان الدين رباني د همدې شورا دغړو په اكثريت سره ټاكل شوى دى او له وخت څخه به مخكې وي، چې د استاد برهان الدين د موثريت په هكله خبرې وشي.
عمر همدا راز په دې خبري غونډه كې له وسله والو مخالفينو سره خبرې اترې رد نه كړې، خو زياته يې كړه، چې دا اړيكې او خبرې اترې د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب ترسره شوي دي.
د سولې عالي شورا شاخوا اته شپېته غړي لري، چې د سولې د ملي مشورتي جرګې له پريكړو څخه يوه هم له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو لپاره د نوموړې شورا د جوړېدو غوښتنه وه، چې د چارشنبې په ورځ به پله خپلو كې پرلپسې څلورمه او پنځمه غونډه وكړي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


