ads

كونړ كې د ايساف ځواكونو يوه هليكوپټر راوغورځېده

وسله والو طالبانو نن په کونړ کې د ايساف يوه چورلکه غورځولې، چې دوى، ايساف  او افغان چارواکي يې پر تلفاتو بېلا، بېل نظرونه لري. چورلکه پاکستان ته د لنډې  سرحدي ولسوالۍ مرورې   وسله والو طالبانو نن په کونړ کې د ايساف يوه چورلکه غورځولې، چې دوى، ايساف  او افغان چارواکي يې پر تلفاتو […]

نویسنده: TKG
20 تله 1389

وسله والو طالبانو نن په کونړ کې د ايساف يوه چورلکه غورځولې، چې دوى، ايساف  او افغان چارواکي يې پر تلفاتو بېلا، بېل نظرونه لري. چورلکه پاکستان ته د لنډې  سرحدي ولسوالۍ مرورې

 

وسله والو طالبانو نن په کونړ کې د ايساف يوه چورلکه غورځولې، چې دوى، ايساف  او افغان چارواکي يې پر تلفاتو بېلا، بېل نظرونه لري.

چورلکه پاکستان ته د لنډې  سرحدي ولسوالۍ مرورې غاښي کنډو ته نېږدې نن سهار وروسته ترهغې غورځول شوې، چې غوښتل يې هلته د دولت پلوو ځواکونو او دولت ضدو وسله والو جګړه کې دولتي غاړې ته مرستې ورسوي.

په ختيځ کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي اداره وايي، چورلکې يې غاښي کنډو سره د افغان سرحدي پوليسو د مېشتې پوستې اکمالالول غوښتل، چې د ناستې پرمهال د آر، پي جي راکټ تر بريد لاندې راغله او د لومړنيو معلوماتو له مخې پکې اووه ايساف او يو افغان سرحدي سرتېرى ټپيان شول.

د همدې ايساف ځواکونو يوې خبرپاڼې،  چې له کابله خپره شوې، له کره ځاى ښودنې پرته ويلي، چې د ناستې پرمهال په يوه چورلکه کې دننه  چاودنې يې نن د افغانستان په ختيځ کې دوه سرتېري وژلي او لس نور يې ټپيان کړي.

د ايساف دې خبرپاڼې د چورلکې د الوتنې موخه ښودلې نه ده، خو له هويت ښودنې  پرته يې پکې د شپږوېشت سپرليو د شتوالي پخلى کړى دى.

په ختيځ کې د افغان سرحدي ځواکونو قومندان بريدجنرال محمد زمان مموزى هم  د ناستې پرمهال د ايساف پر چورلکې بريد منلى، خو د تلفاتو په رد سره وايي، چې يوازې يو افغان سرحدي سرتېرى پکې ټپي دى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه په ټليفون کليد ته وويل، چې چورلکه  سهار اته بجې د ده وسله والو ملګرو غورځولې او پکې ناست شپږ وېشت بهرني سرتېري يې وژلي.

مجاهد، چې پرون يې په همدې مروره کې له امريکايي ځواکونو څخه د هغوى د يوې لويې پوځي اډې د نيونې دعوه لرله، وايي دا اډه اوس هم طالبانو سره ده او  تېره شپه يې شاوخوا ته بهرنيو چورلکو بمبار هم کړى، خو کوم تلفات يې نه دي اړولي.

افغان او ايساف چارواکي پردې خبرې څه نه وايي، خو بايد وويل شي، چې مروره د کونړ هغه ناارامه ولسوالي ده، چې څو مياشتې وړاندې پکې افغان او بهرنيو ځواکونو د وسله والو طالبانو پر وړاندې درانه پوځي عمليات وکړل.

هغه عمليات، چې طالبانو د هلمند د مارجې ترعملياتو هم پياوړي ګڼلي وو، افغان چارواکو پکې د دېرشو وسله والو طالبانو او دولس دولت پلوو سرتېرو مرګ،ژوبله منلې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA