فلسطيني چارواكو د اسرائيلو هغه وړانديز رد كړ، چې پكې غوښتنه شوې وه، كه فلسطينيان اسرائيل د يوه يهودي هېواد په توګه په رسميت وپېژني، نو دوى به د نويو ودانيو جوړول بند كړي.
فلسطيني چارواكو د اسرائيلو هغه وړانديز رد كړ، چې پكې غوښتنه شوې وه، كه فلسطينيان اسرائيل د يوه يهودي هېواد په توګه په رسميت وپېژني، نو دوى به د نويو ودانيو جوړول بند كړي.
فلسطيني چارواكو ويلي، چې دوى له وړاندې نه اسرائيل په رسميت پېژني او د يهودي كليو جوړول هغه بهانه ده، چې له كبله يې د سولې خبرې اترې ځنډېداى شي.
دغه وړانديز د اسرائيلو لومړي وزير بنيامن نتن ياهو د خپل هېواد پارلمان ته په خبرو كې كړى و.
په تېر كې فلسطينيانو په دې ټينګار كاوه، چې كه دوى اسرائيل د يوه يهودي هېواد په توګه وپېژني، نو په اسرائيلو كې به يې د هغو ۲۰ فيصده خلكو، چې يهوديان نه دي حق تلف كړى وي.
له دې پرته به د هغو فلسطيني بې ځايه شويو حق هم له پښو لاندې شي، چې غواړي بېرته اسرائيلو ته ستانه شي.
د نتن ياهو د دغه وړانديز په اړه د فلسطين د مذاكراتو يوه لوړ پوړي غړي صائب اراكات ويلي، چې نتن ياهو لوبه روانه كړې او دى هيله لري، چې دى دا لوبه او د يهودي كليو د جوړولو كار بند كړي او د سولې دغې روانې هڅې ته پاملرنه وكړي.
د اسرائيلو لخوا د يهودي كليو د جوړولو د كار بنديز له تمديد څخه انكار فلسطينيان دې ته اړ كړل، چې د امريكې په ملاتړ د سولې د خبرو اترو له جاري ساتلو انكار وكړي.
اسرائيل دا مهال د اردن په غرب كې د يهودي كليو د جوړلو د كار د پراختيا له كبله له نړيوال فشار لاندې دى.
د دغه كليو د جوړولو له كبله ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرې اترې هم بندې شي.
د فلسطيني چارواكو په وينا، كه اسرائيل د دغه كليو د جوړولو كار بند نه كړي، نو دوى به د سولې خبرې اترې بندې كړي.
د اسرائيلو لخوا د اردن په غرب كې د يهودي كليو پر جوړولو له لسو مياشتو راهيسې بنديز لګېدلى و، چې د سيپټمبر په مياشت كې وروسته له هغې، چې اسرائيلو يې د نه پراختيا كړې وه لرې شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


