ads

غزني كې ۱۹ وسله وال طالبان ووژل شول

چارواكي وايي، چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د خصوصي امنيتي کمپنۍ د ساتونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ١٩ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. چارواكي وايي، چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د خصوصي امنيتي کمپنۍ د ساتونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ١٩ […]

نویسنده: TKG
20 تله 1389

چارواكي وايي، چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د خصوصي امنيتي کمپنۍ د ساتونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ١٩ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

چارواكي وايي، چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د خصوصي امنيتي کمپنۍ د ساتونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ١٩ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

غزني ولايت د والي وياند اسماعيل جهانګير كليد ته وويل، چې دوى ته رارسېدلو رپوټونو له مخې په يادې نښتې کې ١٩ تنه وژل شوي دي.

دغه نښته د کابل – کندهار پر لويه لاره د موشکي او باران کلا په سيمو کې رامنځ ته شوې ده.

بلخوا د غزني امنيه قوماندان سمونوال زړور  زاهد كليد ته وويل، چې په دې جګړه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او مړي يې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

د نوموړى په وينا، په جګړه کې د وطن رېسک خصوصي امنيتي کمپنۍ دوه وسله وال هم ټپيان شوي دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد كه څه هم په دې سيمه کې د جګړې پخلى كوي، خو وايي، په اړه يې نور معلومات نه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA