په زابل ولایت کې د سړک غاړې په ماین چاودنې كې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته. د زابل د والی ویاند محمد جان رسولیار کلید ته وویل، چې پېښه د مرکز قلات ښار او شاجوۍ
په زابل ولایت کې د سړک غاړې په ماین چاودنې كې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د زابل د والی ویاند محمد جان رسولیار کلید ته وویل، چې پېښه د مرکز قلات ښار او شاجوۍ ولسوالۍ ترمنځ د لوې لارې په اوږدو کې د خارجوی په سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه، کله، چی دعامو وګړویو سراچه ډوله موټر د یادې سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.
د رسوليار په وينا، په دغه پېښه كې د موټر چلونکي په شمول څلورتنه مړه او دوه تنه نور یې ژوبل شوي دي.
د ده په وینا، یاد کسان د وردګوو ولایت اصلی اوسیدونکي کي دی.
د یادونې وړده، چې څو ورځې وړاندې هم د دې ولايت په ميزاني ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوی وه، چې په پایله کې یې دوه ملکي وګړي ووژل شوش او درې نور ژوبل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


