په افغا نستان کې د بهرنيو ځوا کونو لوى قو ما ندان د افغان او بهرنيو ځواکونو هغه عمليات ناکام وبلل، چې په کونړ کې د تښتول شوې برتانوۍ ښځې په خلاصون پسې يې پيل کړي وو.
په افغا نستان کې د بهرنيو ځوا کونو لوى قو ما ندان د افغان او بهرنيو ځواکونو هغه عمليات ناکام وبلل، چې په کونړ کې د تښتول شوې برتانوۍ ښځې په خلاصون پسې يې پيل کړي وو.
جنرال ډېوېډ پېټريوس وروسته ترهغې، چې برتانوۍ لنډا نورګروي د دوى په وينا تښتونکو د ناچاوده توکو پر چاودنې ووژله، د يوه ځانګړي پيغام په خپراوي سره خپل عمليات ناکام بللي.
دا برتانوۍ، چې دوه اونۍ وړاندې له جلال اباده کونړ ته د تلو پرمهال له څوکۍ ولسوالۍ څخه تښتول شوې وه، مسوليت يې د سلفي طالبانو په نامه يوې ډلې منلى.
د لنډا خوشې کولو پسې لومړى سوله ييزې خبرې روانې وې، چې د ترسره کوونکو په وينا، يې د ايتلافي ځواکونو د لاسوهنې له امله دا خبرې ناکامې شوې.
د کونړ د ولايتي شورا رئيس په لنډا پسې د پوځي عملياتو د پيل په هماغې لومړۍ ورځ کليد ته وړاندوينه کړې وه، چې ښايي دا برتانوۍ د عملياتو له امله ووژل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


