يوې درنې زلزلې بېګا ترنېمې شپې وروسته د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد او يوشمېر شمال لويديځې سيمې ولړزولې. د رپوټونو له مخې زلزله تردوو بجو وروسته د پينځو ثانيو لپاره
يوې درنې زلزلې بېګا ترنېمې شپې وروسته د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد او يوشمېر شمال لويديځې سيمې ولړزولې.
د رپوټونو له مخې زلزله تردوو بجو وروسته د پينځو ثانيو لپاره محسوسه شوې او له امله يې د لړزول شويو سيمو برېښنايي اسانتياوې زيانمنې شوي دي.
د پاكستان د زلزلې پېژندنې ادارې چارواكو د زلزلې كچه ۵،۳ ريكټره ښوولې.
د دغې زلزلې ټكانونه په اسلام اباد، راولپېنډۍ، ايبټ اباد او مانسهره كې احساس شوي دي.
د يادې ادارې په وينا، د زلزلې له امله هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
د يادونې وړ ده، چې د پاكستان په شمالي سيمو او كشمير كې پنځه كاله وړاندې دزلزلې له كبله نږدې ۷۰ زره خلك وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


