د فرانسې خبري اژانس په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو له خولې په دې هېواد کې د دوو نورو ناټو سرتېرو د وژل کېدو خبرورکوي. د دوى په وينا، سرتېري دواړه پرون د
د فرانسې خبري اژانس په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو له خولې په دې هېواد کې د دوو نورو ناټو سرتېرو د وژل کېدو خبرورکوي.
د دوى په وينا، سرتېري دواړه پرون د سړک غاړې د ماين يوې چاودنې وژلي، خو د وژل شويو هويت او د پېښې كره ځاى يې نه دى په ډاګه كړى.
په دې سره په روان ميلادي كال كې د بهرنيو وژل شويو سرتېرو شمېره ۵۶۱ تنو ته ورسېده.
په دغو وژل شويو سرتېرو کې يې نږدې ٣٦٦ امريکايان او پاتې نور يې د نورو هېوادونو سرتېري دي.
د تېر كال تر پايه په هېواد کې ٥٢١ بهرني سرتېري وژل شوي و، چې د سږني كال د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېر په لسمه مياشت كې د تېر په پرتله زياته ده
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


