په داسې حال کې، چې د کوکنارو د بوټي کر ته ورځې په لنډېدو دي، د لغمان چارواکي د قومي مشرانو لخوا لا له وړاندې ورسره د دې فصل د نه کرلو د ژمنې خبر ورکوي.
په داسې حال کې، چې د کوکنارو د بوټي کر ته ورځې په لنډېدو دي، د لغمان چارواکي د قومي مشرانو لخوا لا له وړاندې ورسره د دې فصل د نه کرلو د ژمنې خبر ورکوي.
د لغمان د والي وياند ګل رحمان همدرد وايي ولايتي ادارې لا د لغمان کومه سيمه کې د دې فصل د کرل کېدو خبر نه دى ترلاسه کړى، خو د الېشنګ او قرغيو ولسواليو ترشپږ سوو ډېرو قومي مشرانو ورته په جلا، جلا غونډو کې ډاډ ورکړى، چې پرخپلو ځمکو به کوکنار نه کري.
همدرد زياتوي، چې ولايتي ادارې هم هوډ او ژمنه کړې، چې د کوکنارو د نه کر په بدل کې به د رغنيزو پروژو د زياتولو او ګروندګرو سره د مرستې لپاره هڅې زياتې کړي.
د لغمان د والي وياند په تېرو کلونو کې هم لغمان د کوکنارو له کره پاک بولي، خو د سږني کال په اړه يې دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې په دې ولايت کې وروستيو ناامنيو او په عملياتو کې ولسي مرګ، ژوبلې ته په پام سره ځينې د کوکنارو د کر وړاندوينه کوي.
يو شمېر کروندګر بيا، چې په وينايې، په نورو کلونو کې يې د دولت په غوښتنه کوکنار نه وو، کرلي په نيوکو سره وايي، چې ورسره د کرنيزو مرستو په برخه کې شوې ژمنې پوره نه دي عملي شوي.
خو چارواکي بيادا خبره نه مني.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


