ads

د غير مسؤلو وسله والو ترمنځ نښته پاى ته ورسېده

په غور ولايت كې د دوو غير مسؤلو وسله والو قوماندانو ترمنځ نښته، چې درې ورزې يې دوام درلود او پايله كې يې ۳ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته پايته ورسېده.     په غور ولايت كې د دوو غير مسؤلو وسله والو قوماندانو ترمنځ نښته، چې درې ورزې يې دوام درلود او پايله […]

نویسنده: TKG
19 تله 1389

په غور ولايت كې د دوو غير مسؤلو وسله والو قوماندانو ترمنځ نښته، چې درې ورزې يې دوام درلود او پايله كې يې ۳ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته پايته ورسېده.

 

 

په غور ولايت كې د دوو غير مسؤلو وسله والو قوماندانو ترمنځ نښته، چې درې ورزې يې دوام درلود او پايله كې يې ۳ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته پايته ورسېده.

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې دغه نښته د غور په شهرك سيمه كې د ملا مصطفى د كسانو او يوه بل غير مسؤل وسله وال قوماندان ترمنځ د شخصي دښمنيو او زمكې د لاندې كولو پر سر رامنځته شوې وه.

د غور ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرشيد بشير كليد ته وويل، چې په دغه نښته كې دوه ملكي وګړي مړه او ۱ بل ټپي دى.

د نوموړي په وينا، په دغه نښته كې څو كورنه هم سوځېدلي او په لسګونه كسان اړ شوي، چې د جګړې له سيمې امن ځاى ته ګډه وكړي.

بشير زياته كړې، چې دا مهال سيمې ته امنيتي سرتيري ورغلي او امنيتي وضعيت پكې سم دى.

د ده په وينا، د غور ولايت د مقام لخوا يو پلاوى هم سيمې ته استول شوى، چې د نښتې لامل پيدا او ورته د حل يوه سمه لاره چاره ولټوي.

چارواكي وايي، كه څه هم دا مهال د دواړو قوماندانانو ترمنځ نښته پايته رسېدلې، خو بيا هم خلك له سيمې په تېښته كې دي.

د اوشان ولسوالۍ د شهرك سيمې اوسېدونكو كليد ته وويل، ترڅو دولت دغه دواړه غير مسؤل وسله وال قوماندانان ونه نيسي، دوى به خپلو كورنو ته ستانه نشي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA