ads

ختيځ كې نن هم د كانكور ازموينه واخيستل شوه

په ختيځ كې نن  د دولسمو  ټولګيو څه باندې پينځو زرو فارغينو څخه د لوړو زده کړو په نيت د کانکور ازموينه له نورو کلونو سره په دې توپېر واخيستل شوه،  چې د ازموينې دوه نوې حوزې ورته  پرانېستل شوې وې. په ختيځ كې نن  د دولسمو  ټولګيو څه باندې پينځو زرو فارغينو څخه د […]

نویسنده: TKG
19 تله 1389
ختيځ كې نن هم د كانكور ازموينه واخيستل شوه

په ختيځ كې نن  د دولسمو  ټولګيو څه باندې پينځو زرو فارغينو څخه د لوړو زده کړو په نيت د کانکور ازموينه له نورو کلونو سره په دې توپېر واخيستل شوه،  چې د ازموينې دوه نوې حوزې ورته  پرانېستل شوې وې.

په ختيځ كې نن  د دولسمو  ټولګيو څه باندې پينځو زرو فارغينو څخه د لوړو زده کړو په نيت د کانکور ازموينه له نورو کلونو سره په دې توپېر واخيستل شوه،  چې د ازموينې دوه نوې حوزې ورته  پرانېستل شوې وې.

پخوا د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو دې فارغينو به په ننګرهار پوهنتون کې ازموينه ورکوله، خو سږ کال لغمان ځانته بېله او کونړ د ځان او نورستان ولايت لپاره د بېلې حوزې لرونکى دى.

په ننګرهار پوهنتون کې پيل شوې څلور ورځنۍ دا ازموينه، چې نن يې دويمه ورځ وه، د برخوالو اتو زرو له ډلې يې نن دوه زرو کسانو په ازموينه کې ګډون کړى و.

په کونړ کې بيادا ازموينه، چې د نورستان فارغينو هم برخه پکې اخېستې وه، نن پاى ته ورسېده او چارواکي وايي، چې په نن او پرون دواړو کې دوه زره او دوه تنو ګډون درلود.

د  لغمان  د مرکز مهترلام په مستورې لېسه کې بيادا ازموينه نن د دوه ورځو لپاره پيل شوه، چې د والي د وياند ګل رحمان همدرد په وينا، څه باندې نهه سوه کسانو پکې برخه درلوده.

د نننۍ ازموينې په اړه چارواکي وايي، چې د لوړو زده کړو وزارت يې څارنه کوله او له کومې ستونزې پرته ترسره شوې.

خو پر پرونۍ ازموينې ننګرهار کې نيوکه دا وه، چې د سهار د ټاکلي وخت خلاف د غرمې تر دولسو بجو وروسته پيل شوه.

پرکانکور ازموينې ډېر ځله ختيځ کې نيوکه دا شوې، چې ګواکې د دې سيمې برخوالو سره پکې د مور، ميرې چلن شوى، چې د لوړو زده کړو وزارت رد کړې.

خو دا ځل په ننګرهار کې د کانکور اخېستونکې کمېټې مشر کليد ته د دې دعوې پخلى وکړ او ويې ويل، يو شمېر ازموينه اخېستونکو په نورو ولايتونو کې خپل مسوليت سم نه دى ترسره کړى.

د کانکور سږنۍ ازموينه کې د چارواکو په وينا، شاوخوا يوسلو دېرش زره تنه برخه اخلي، چې شاوخوا پنځوس زره به يې په تعليمي ادارو کې جذب شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA