د فوايدعامې وزير عبدالقدوس حميدي د ولسي جرګې د شنبې عمومي غونډې ته د دې وزارت د لاسته راوړنو، د راتلونكو كلونو پلانونو او تياريو په هكله معلومات وركړل.
د فوايدعامې وزير عبدالقدوس حميدي د ولسي جرګې د شنبې عمومي غونډې ته د دې وزارت د لاسته راوړنو، د راتلونكو كلونو پلانونو او تياريو په هكله معلومات وركړل.
وكيلانو د فوايد عامې له وزير عبدالقدوس حميدي څخه د دې وزارت د كړنو په انتقاد سره ويل، چې په يو شيمېر ولايتونو كې د سړكونو د جوړونې پروژې ډيرې پلې كيږي په داسې حال كې، چې د اپروژې په نورو ولايتونو كې نسبتاً كمې په سترګو كېږي.
د ولسي جرګى غړى حميدالله توخي وايي، چې هر وزير بايد ټولو ولايتونو ته د اړيكو په نظر كې نيولو سره كارونه ترسره نه كړي بلكې ټول افغانستان ته په يوه سترګه وګوري.
د دوي په وينا، هغه زرګونه كيلومتره سړكونه كوم ، چې په تېرو كلونو كې بيارغول شوي او يا هم پاخه شوي د كيفيت له لحاظه ښه نه دي او اوسمهال د باردارو موټرو د تګ او راتګ له امله تر ډېره بريده له كاره لويدلي دي.
د وكيلانو له څرګندونو وروسته د فوايد عامې وزير عبدالقدوس حميدي وويل، چې د بيارغول شويو او پاخه كړاى شويو سړكونو يې په بشپړه توګه څارنه كړې ده او په راتلونكې كې به هم دوام ومومي او په وينا يې، د ده په راتګ سره په تېرو څلورو مياشتو كې د سړكونو د جوړولو شپږ لوى قراردادونه لاسليك شوي دي، چې په ټولو ولايتونو پورې تړاو لري او په برابره توګه به پروژې افغانستان شمولې وي.
د عبدالقدوس حميدي په وينا، دوى په روان كال كې د ۳۹۵ ميليونو ډالرو مالي بوديجې څخه له يو دېرشو فيصده ډېره لګولې ده.
د حميدي په خبره، د روان كال د څلور پنځوسو پروژو څخه د يارلس يې بشپړې شوي دي او نورې پروژې تر كار لاندې دي، چې د امريكا د پراختيايي ادارې لخوايې پيسې وركول كېږي،
نوموړي زياته كړه، تردې دمه نهه سوه او پنځوس كيلومتره سړكونه په جنوبي او ختيځو ولايتونو كې پاخه او بيارغول شوي دي،او د افغانستان د حلقوي سړكونو د جوړولو چارې د نامنۍ له امله له خنډ سره مخامخ دي اود سالنګونو د جوړولو پروژې هم تركارلاندې دي.
د فوايد عامې وزير عبدالقدوس حميدي همداراز وويل، چې راتلونكو پنځو كلونو لپاره په ټول افغانستان كې د څلور څلوېښتو پروژو د پلي كېدو پلان لري، چې زرګونه كيلومتره سړكونه به پاخه او ورغول شي.
د ياد ولو وړ ده، چې د جمهور رئيس كرزي د حكومت په رامنځته كېدو سره په ټول هېواد كې شاوخوا شپږزره كيلومتره سړكونه پاخه او بيا رغول شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


