د ننګرهار د پوهنې رياست دې ولايت ته د څلور لکو نويو درسي کتابونو د رسېدو او يونېم لک نورو کتابونو د را لېږدولو د پلان خبر ورکوي. د پوهنې رياست وياند محمد آصف شينواري،
د ننګرهار د پوهنې رياست دې ولايت ته د څلور لکو نويو درسي کتابونو د رسېدو او يونېم لک نورو کتابونو د را لېږدولو د پلان خبر ورکوي.
د پوهنې رياست وياند محمد آصف شينواري، چې دلته د زده کوونکو د تدريسي کتابونو د کمښت ستونزه مني، وايي دا کتابونه به په يوه اونۍ کې د ننګرهار د څه کم شپږ سوو ښوونځيو پر زده کوونکو ووېشل شي.
بلخوا په ورته وخت کې د سعودي عربستان د الندت العالميت للشاب الاسلامي خيريه موسسې له لورې د ننګرهار په مرکز او څلورو ولسواليو کې د پينځو روزنتونونو ديارلس سوو زده کوونکو ته د قرطاسيې او يونيفارم مرستې ووېشل شوې.
له دې ادارې کليد ته په يوه راغلې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د مرستې ټول لګښت يې دوه نيم ميلونه افغانۍ کېږي او وېش يې د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست سره په همغږۍ ترسره شوى.
يادې چارې په داسې حال کې ترسره شوي، چې د ننګرهار د يو شمېر ښوونځيو زده کوونکي د درسي کتابونو له نشتوالي اود روزنتونونو زده کوونکي هم له ګڼو نورو ستونزو سرټکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


