پاكستاني حكومت په افغانستان كې د مېشتو ناټو ځواكونو لپاره د توكو لېږدونكو موټرونو پرمخ له لسو وروځو راهيسې تړل شوې تورخم پوله بېرته پرانيسته.
پاكستاني حكومت په افغانستان كې د مېشتو ناټو ځواكونو لپاره د توكو لېږدونكو موټرونو پرمخ له لسو وروځو راهيسې تړل شوې تورخم پوله بېرته پرانيسته.دغه لاره هغه مهال وتړل شوه، چې ناټو ځواكونو د پاكستان په خاوره كې هوايي عمليات ترسره كړل او په ترڅ كې يې درې پاكستاني سرتيري ووژل شول.
له دغې پېښې وروسته په پاكستان كې ناټو ځواكونو ته د توكو پر لېږدونكو موټرو بريدونه تر سره شول، چې له امله يې لسګونه د تېلو ټانكرونه وسوځېدل
په لنډي كوتل كې عامو خلكو رسنيو ته ويلي، چې كه څه هم د تورخم پوله پرانستل شوې، خو اوس هم لا دغه موټرې ولاړې دي او تر اوسه يې مزل نه دى پيل كړى.
نوموړي يې دليل دا راوړي، چې د شنبې او يكشنبې په ورځو كې پاكستان كې عمومي رخصتي وي او دولتي ادارې په دغو ورځو كې تړل شوي وي.
د پاكستان د قبايلي سيمې خيبر پښتونخوا سربېره د دغه هېواد په ډېرو سيمو كې ناټو ځواكونو ته د توكو لېږدونكي موټرې ولاړې دي.
بل پلو د موټرو چلونكو ويلي، چې په كانټينرونو كې د نورو توكو ترڅنك خواركي توكي هم دي، چې ښايي د هوا د ګرموالي له امله خراب شي.
د دوى په وينا، د كانټينرونو د يخوالي لپاره، چې كوم جنراتورونه لګول شوي، هغو تېل خلاص كړي.
داسې اوازې هم خورې شوي، چې د كانټينرونو او ټانكرونو له امله دغه ټرانزيټي سړك خراب شوى او پاكستاني حكومت له ناټو ځواكونو څخه د ۸ اربو روپيو غوښتنه كړې، ترڅو دغه سړك پرې ورغوي، خو تر اوسه كومې رسمي سرچينې دغه خبرې نه دي تائيد كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


