ads

د تښتول شوې برېتانوۍ د مړنيې په اړه بېلابېل نظرونه

يوه افغان چارواکي د لومړي ځل لپاره  په رسمي توګه ومنله، چې  په کونړ کې د امريکايي موسېسې د تښتول شوې برتانوۍ کارکوونکې د تښتونکو لخوا يې  د ناچاوده توکيو په چاودنه کې وژل شوې. يوه افغان چارواکي د لومړي ځل لپاره  په رسمي توګه ومنله، چې  په کونړ کې د امريکايي موسېسې د تښتول […]

نویسنده: TKG
18 تله 1389

يوه افغان چارواکي د لومړي ځل لپاره  په رسمي توګه ومنله، چې  په کونړ کې د امريکايي موسېسې د تښتول شوې برتانوۍ کارکوونکې د تښتونکو لخوا يې  د ناچاوده توکيو په چاودنه کې وژل شوې.

يوه افغان چارواکي د لومړي ځل لپاره  په رسمي توګه ومنله، چې  په کونړ کې د امريکايي موسېسې د تښتول شوې برتانوۍ کارکوونکې د تښتونکو لخوا يې  د ناچاوده توکيو په چاودنه کې وژل شوې.

شپږ دېرش کلنه لنډا نور ګروي، چې د سلفي طالبانو په نامه يوې ځايي ډلې يې د تښتونې مسوليت اخېستى و،د برتانيې بهرنيو چارو وزارت يې پرون ناوخته تر دوه اونيز بند وروسته د وژل کېدو خبر ورکړ، خو افغان چارواکو يې له پخلي او رد دواړو ډډه کوله.

په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د دويمې لېوا قومندان بريد جنرال محمد افضل، چې د لومړني اړوند چارواکي په توګه د ډي،اى،ايي موسسې د دې  د دې ښځې په راخلاصونې پسې د ايتلافي ځواکونو په عملياتو کې د خپلو سرتېرو د شتوالي پخلى کوي، بيا وايي دا ښځه   تښتونکو پرخپل ضد د عملياتو پرمهال د څوکۍ ولسوالۍ په سپېدار کلي کې  د  لاسي بم او يا هم ځانمرګي واسکټ په چاودنه کې وژلې .

د کونړ ولايتي اداره او امنيتي چارواکي په دې اړه لاهم رسنيو ته نه غږيږي او د ولايتي شورا رئيس وايي، چې د دغې برتانوۍ له وژل کېدو يا نه وژل کېدو نه دى خبر.

د افغان او بهرنيو چارواکو له اعلان سره، سره د سلفي طالبانو ډلې رسنيو ته د برتانوۍ لنډا وژل کېدل رد کړي او ويلي يې دي، چې ژر به يې د ژوند په اړه خپله دعوه د هغې د يوې ويډيو په خپراوي سره رېښتيا وښيي.

دا برتانوۍ مېرمن، له جلال اباد نه کونړ ته د تګ پرمهال له څوکۍ ولسوالۍ څخه د درېيو افغان همکارانو سره  تښتول شوې وه، خو افغان همکاران يې بيرته خوشې شول.  د دغې مېرمنې په خلاصون پسې د سوله ييزو هڅو تر ناکاميدو  وړاندې د کونړ د ولايتي شورا رئيس په پوځي عملياتو کې د دې ښځې د وژل کېدو اندېښنه ښودلې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA