ځايي چارواكو ويلي، چې د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د چارواكو په وينا، دغه بريد تېره ورځ
ځايي چارواكو ويلي، چې د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د چارواكو په وينا، دغه بريد تېره ورځ د سپين وام په نامه سيمه كې د دريو ميزايلو په واسطه ترسره شوى، چې له كبله يې څلور تنه مړه او څلور نور ټپيان دي.
سرچينې زياته كړې، چې په دغه بريد كې يو كور په نښه شوى و، چې ويل كېږي د طالبانو د سيمه ييز قوماندان حافظ ګل بهادر مركز وو.
د دوى په وينا، تر اوسه معلومه نه ده، چې بريد كې كوم ملكي وګړي او يا كوم مهم تن هم وژل وشوى كه نه.
ځايي خلكو رسنيو ته ويلي، چې بريد كې د وژل شويو كسانو جسدونه په پوره ډول سوځېدلي وو، چې له همدې كبله د پېژندلو نه وو.
د يادونې وړ ده، چې د شمالي وزيريستان په دغې سيمې كې دا دويم بريد دى، چې د امريكايي بې پيلوټه الوتكو لخوا تر سره كېږي.
په دغه ورځو كې په شمالي وزيريستان د امريكايي بې پيلوټه الوتكو بريدونو كې ډېروالى راغلى- تر دې وړاندې د شمالي وزيريستان په مركز ميران شاه كې يوه بريد له امله ۶ تنه مړه او ۲ ټپيان شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


