د اسلامي امت د يووالي او د علماو د رسالت ترعنوان لاندې نړيوال دوه ورځنى كنفرانس په كابل كې جوړشو. په دې كفرانس كې، چې د پاكستان، ايران، تاجكسستان، مصر، عراق او سعودي عربستان هېوادونو استازو او ديني
د اسلامي امت د يووالي او د علماو د رسالت ترعنوان لاندې نړيوال دوه ورځنى كنفرانس په كابل كې جوړشو.
په دې كفرانس كې، چې د پاكستان، ايران، تاجكسستان، مصر، عراق او سعودي عربستان هېوادونو استازو او ديني علماو ګډون لري د افغانستان په لسګونو ديني عملماواو د كابنې يو شمېر غړو هم په كې ګډون كړى وو.
دغه كنفرانس، چې د شنبې په ورځ پرانستل شو، پكې د نړۍ او په ځانګړي توګه د اسلامي هېوادونو د يووالي او پكې د سولې او ټيكاو راوستو كې د ديني علماو د رول په اړه خبرې وشوې.
په دغه سمنار كې، چې د جمهور رئيس حامد كرزي پيغام هم ولوستل شو استاد برهان الدين رباني د دغه سيمنار جوړيدل ډېر مهم وبلل او زياته يې كړه، چې د نړۍ په كچه او په ځانګړي توګه په افغانتسان كې روان كړكېچ ته د لارې په موندلو كې ديني علماء مهم رول ترسره كولى شي.
د افغانستان د سرتاسري ديني علماو د شورا مشر مولوي قيام الدين كشاف په هېواد كې د سولې او ټيكا په راستو كې د اسلامي هېوادونو رول ډېر مهم وباله او زياته كړه، چې په دې نړيوال سمينار كې به په افغانستان كې د روان حالت په اړه هم خبرې وشى.
د اسلامي امت د يووالي او دعلماو د رسالت ترعنوان لاندې دوه ورځنى نړيوال سمينار په داسې حال كې جوړ شو، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د سولې عالي شورا، چې هدف يې په هېواد كې د سولې د رامنځته كېدو لپاره هڅې بلل شوي د جمهور رئيس حامد كرزي له لوري رسماً پرانستل شوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


