ads

خوست كې د ګډو ځواكونو پر كاروان بريد

په خوست کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ګډ کتار ځانمرګی برید شوی، چې د دغه ولايت د ملي اردو يو تن چارواكى اركان حرب جنرال رازمحمد اورياخيل په وينا درې ماشومان او ۴ افغان سرتيري پكې ټپيان دي. په خوست کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ګډ کتار ځانمرګی برید شوی، چې […]

نویسنده: TKG
18 تله 1389

په خوست کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ګډ کتار ځانمرګی برید شوی، چې د دغه ولايت د ملي اردو يو تن چارواكى اركان حرب جنرال رازمحمد اورياخيل په وينا درې ماشومان او ۴ افغان سرتيري پكې ټپيان دي.

په خوست کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ګډ کتار ځانمرګی برید شوی، چې د دغه ولايت د ملي اردو يو تن چارواكى اركان حرب جنرال رازمحمد اورياخيل په وينا درې ماشومان او ۴ افغان سرتيري پكې ټپيان دي.

په خوست كې مېشت بهرني سرتيري كه څه په پېښه كې د ۳ ماشومانو د ټپي كېدو پخلى كوي وايي، چې د دوى يوازې موټر ويجاړ شوى او سرتېرو ته يې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد كليد ته د ټليفون پر ليكه ادعا كړې، چې په دغه بريد كې ۸ بهرني سرتيري مړه او ۵ ټپيان دي.

د مجاهد په وينا، دغه بريد د دوى يوه ملګري نور اكبر، چې د پكتيا ولايت د ګردې څېړۍ اوسېدونكى دى د يوې ډاټسنې په واسطه، چې له چاودېدونكو توكو ډكه وه تر سره كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA