په بدخشان ولایت كې ۵ عرادې ملي بسونه د نامعلومو كسانو لخوا وسوځول شول. دغه خبره د همدې ولايت د تصدی مشر سید فاضل رسنيو ته وكړه او زياته يې كړه، چې پېښه كې
په بدخشان ولایت كې ۵ عرادې ملي بسونه د نامعلومو كسانو لخوا وسوځول شول.
دغه خبره د همدې ولايت د تصدی مشر سید فاضل رسنيو ته وكړه او زياته يې كړه، چې پېښه كې چاته ځاني زيان نه دى رسېدلى، خو له امله يې دغې تصدۍ ته شاوخوا ۶۰زره امریکایي ډالره تاوان رسیدلی.
د نوموړ په وينا په بدخشان ولایت کې ۱۶ ملی بسونه د فیض اباد په شمول ولسوالیو ته تگ راتگ کوی.
د يو بل خبر له مخې تېره شپه د بغلان د دوشې ولسوالۍ د كیله گي کوتل پر سر د اریبا مخابراتي شرکت یوه ستن هم وسله والو سوځولې ده.
په اړه يې د بغلان د امنیت یوه تن امر حاجی محمد کلید ته وویل، چې د دغه ستنې د سوزېدولو له کبله شاوخوا ساحو کی تلفون کار نه کوي.
د دغه پېښو په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه ندي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


