د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو په يوې خپرې شوې خبرپانې كې د خپلو دريو سرتېرو د وژل كېدو پخلى كړى. دغه سرتيري پرون د هېواد په جنوب كې په بېلا بېلو پېښو كې وژل شوي، چې د وژل كېدو كره ځاى او د وژل شويو كسانو هويت دى څرګند.
د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو په يوې خپرې شوې خبرپانې كې د خپلو دريو سرتېرو د وژل كېدو پخلى كړى.
دغه سرتيري پرون د هېواد په جنوب كې په بېلا بېلو پېښو كې وژل شوي، چې د وژل كېدو كره ځاى او د وژل شويو كسانو هويت دى څرګند.
په دې سره په روان مېلادي كال كې د هېواد په بېلابېلو سيمو او پېښو كې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره ٥٥٩ تنو ته ورسېده.
په دغو وژل شويو سرتېرو کې يې ٣٦٦ امريکايان او پاتې نور يې د نورو هېوادونو سرتېري دي.
د تېر كال تر پايه په هېواد کې ٥٢١ بهرني سرتېري وژل شوي و، چې د سږني كال د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېر په لسمه مياشت كې د تېر په پرتله زياته ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


