ads

ننګرهار كې د لرغونو سيمو غصب روان دى

د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رئيس د دې ولايت لرغونې سيمې د غصب او طبيعي پېښو له امله ګواښونو سره مخ بولي او رغونې او ساتنې ته يې د پاملرنې غوښتنه کوي. اورنګ صميم کليد ته د يوې ځانګړې مرکې پرمهال له نوم اخېستو پرته يو شمېرکسان د دې سيمو د غصبولو په هڅې […]

نویسنده: TKG
17 تله 1389

د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رئيس د دې ولايت لرغونې سيمې د غصب او طبيعي پېښو له امله ګواښونو سره مخ بولي او رغونې او ساتنې ته يې د پاملرنې غوښتنه کوي.

اورنګ صميم کليد ته د يوې ځانګړې مرکې پرمهال له نوم اخېستو پرته يو شمېرکسان د دې سيمو د غصبولو په هڅې تورن کړل او ويې ويل، د اجرايه ځواک د نه لرلو له امله يې پر وړاندې ستونزې لري.

ده، چې ننګرهار د ډېرو لرغونو سيمو لرونکى ولايت وباله، وويل کولتور وزارت ته يې څو ځله د دې سيمو د پالنې او رغونې رسمي وړانديزونه کړي، خو لا يې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دى ويل شوى.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رئيس کليد سره دې ځانګړې مرکه کې که څه هم د لرغونو سيمو ساتنه کې ورسره د ننګرهار د امنيتي ادارو د مرستو خبرورکړ، خو د ولايت له اداري مجلس او په ځانګړي ډول ښاروالۍ څخه يې شکايت درلود، چې په ځينو برخو کې يې پوره همکاري ورسره نه ده کړې.

ننګرهار، چې په لرغوني ګندهارا ياديدونکى ولايت دى، د سلګونه کلونو عمر لرونکى هډه موزيم يې په تېرو جګړه ييزو کلونو کې له منځه تللى، اوس وېل کېږي، چې د ډېرو نورو لرغونو سيمو په شان يې  ځمکه  د غضب له ګواښ سره  مخامخه  ده.

د دې ولايت يو شمېر فرهنګيان بيا کولتور وزارت تورنوي، چې د دې سيمې کولتوري وضعې ته سمه پاملرنه نه لري، خو دې وزارت په تېرکې دا تورونه بې ځايه بللي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA